د وزارت اړوند شهرنو مېلمستون د دوکانونو د اجارې قرارداد ورکولو په اړه خبرتیا:
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې په کابل کې د شهرنو مېلمستون د شپږو دوکانونو د اجارې قرارداد د (پیور کوالټي لوژیستیکي خدمتونو شرکت) ته د (۳۷۴۰۰۰) درې لکه او څلور اویا زره افغانیو په مجموعي کرایه ورکړي، بناءً ټولو حقیقي او حکمي کسانو ته بلنه ورکول کېږي، چې په دې برخه کې کوم اعتراض او نیوکه لري، د اعلان د نشر له نېټې څخه تر اوو ورځو پورې دي یې په کتبي توګه له ټولو دلایلو سره یوځای د یاد وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند شعبې ته وسپاري.
دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده، بلکې له ټاکل شوې مودې وروسته به د قرارداد د ورکړې نور قانوني مراحل ترسره شي.
پته: د میدان هوایي سرک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کابل-افغانستان
