بلخ کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ بغلان کې هم شخړه حل شوه
شنبه ۲۶ شعبان المعظم ۱۴۴۷ دبغلان ولايت په دوشي ولسوالي کې د دووکليو ترمنځ دڅړځايونو پر سر راپورته شوې شخړه ددغه ولايت دسرحدونو،قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو ولايتي ادارې استازو، قومي مشرانو او مخورو په هلوځلو هواره شوه.په دغه رامنځته شوې شخړه کې دواړو خواوو ته د څو ښځو په ګډون درې تنه ټپيان شوي وو يو بل ته يې د هستوګنې کورنو سوځولي وو او ترمنځ يې د دښمني لويې بدبينۍ موجودې وې، چې د اسلامي امارت مسؤلينو پروخت د اقدام کولو په پايله کې سره روغې جوړې ته را وبلل او د ښمني يې په دوستي وربدله کړه.په ورته مهال د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مشرانو د ياد ولايت په دهدادي ولسواي کې د دوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې دوه کلنه شخړه داسې مهال هواره کړه، چې د دوواړو کورنيو استازو يو بل ته له بښني کولو ورسته د ورورولي غاړې سره ورکړې.
