د هيواد په ۱۰ ولايتونو کې له ولسي خلکو سره د اسلامي اخوت او ستونزو اورېدو غونډې
پنجشنبه ۲۴ شعبان المعظم ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د اړوندو ولايتي رياستونو په همغږۍ دا اونۍ د جوزجان په منجګک ولسوالي، د پنجشير په رخه، حصه اول.
د بغلان په خنجان، بنو، ده صلاح او پلحصار ولسوالي، د فارياب په خان چهار باغ او خواجه موسي، د کندز په ګلتپي او قلعه ذال، د هرات په انجيل، د غزني په مقر، د سرپل په سيد آباد او غور ولايت په چهار سده ولسوالي کې د ولسوالي د استازو.
قومي مشرانو، د يني عالمانو، مخورو او عامو خلکو سره د اسلامي اخوت او ستونزو اورېدو په موخه لويې غونډې ترسره شوې.
د دغوغونډو له لارې مسؤلينو د اميرالمؤمنين حفظه الله هغه فرمانونه خلکو ته روښانه کړل، چې د حج، عمرې، انساني قاچاق، سيمه ييزو ناوړه دودونو او رواجونو د مخنيوي په اړه صادر شوی دی. دوی له خلکو وغوښتل.
چې د يادو فرمانونو د عملي کولو په برخه کې خپل مسئوليت ادا کړي او د اسلامي اصولو په پلي کولو کې له اسلامي امارت سره په دې برخه کې همکاري وکړي. يادو مسؤلينو د دغو غونډو له لارې ولسي ستونزې راټولې کړې او د حل په موخه يې د لوړ رتبه مشرانو مخ ته د رسولو ژمنه وکړه.
غونډې ته د ولسواليو استازو، قومي مشرانو او علماوو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستايلې او په دې برخه کې يې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري دسرحدي سيمو دخدمتونو بې برخو خلکو ته د اوليه خدمتونو په برابرولو او دولسي لويو شخړو حل مهمې لاسته راوړنې وبللې.
دوي د ياد وزارت له مسؤلينو وغوښتل، چې ولسي خلکو ته دې لانوره توجه هم وکړي.
