په بادغيس ولایت کې د ۲۰ کلنې شخړې تر څنګ په کنړ او بلخ ولايتونو کې هم بيلا بېلې منازعې هوارې شوې

khoram_admin
شخړې

يکشنبه ۱۷/۴/۱۴۴۶

د باغيس ولايت په جوند ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ هغه شل کلنه شخړه هواره شوه، چې د ځمکو د څړځايونو پر سر راپورته شوې وه چې پرمهال یې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو او ځايي قومي مشرانو په هڅو دغه شل کلنه شخړه داسې مهال حل شوه چې لومړی له دواړو لوریو بشپړ واکونه واخيستل شول او بيا يې ترمنځ منصفانه فيصله وشوه.

د دې ترڅنګ د کنړ ولايت په مرکز اسعد آباد کې د هغه ترافيکي پېښې له امله چې يوې مېرمن پکې خپل ژوند بايللی و او وروسته يې د دواړو کورنيو ترمنځ ژور جنجالونه هم را پيدا کړي وو، بيرته د ورورۍ ژوند ته را وبلل شول. د دغې شخړې د حل په ترڅ کې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ملا تحميد الله غازي، قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په منځګړيتوب لومړی د دغه کورنيو سره ليدنه وشوه او بيا د مصلحينو له لورې د عفوې او بښنې په تړاو ښکېلو لوریو ته خبرې وشوې، چې په همدې توګه د وژل شوې مېرمن وارثينو بل لوري ته بښنه وکړه او سره غاړه غړۍ شول.

همدا راز د بلخ ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ د غړو ترمنځ د پلار او نيکه څخه د پاتې شوې ځمکې د ميراث پر وېش جنجالونه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست، د شخړو د حل کمېسيون، ځايي سپين ږيرو او علماوو په دوامداره هڅو په داسې حال کې پاي ته ورسيدل، چې ترمنځ يې عادلانه فيصله وشوه او حق حقدار ته وسپارل شو.

خپرونې

شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۱:۶
Background image

په بلخ ولایت کې د غصب شويو ځمکو او څړځایونو د تثبیت او بېرته راګرځيدو لړۍ بیا پیل شوه

 

پنجشنبه: ۱۴۴۶/۶/١٠

په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین او د غصب د کمېسیون مشر الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د کرنې اوبو . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۹:۳۲
Background image

په بادغيس ولایت کې د ۲۰ کلنې شخړې تر څنګ په کنړ او بلخ ولايتونو کې هم بيلا بېلې منازعې هوارې شوې

يکشنبه ۱۷/۴/۱۴۴۶

د باغيس ولايت په جوند ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ هغه شل کلنه شخړه هواره شوه، چې د ځمکو د څړځايونو پر سر راپورته شوې وه چې پرمهال یې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۲:۱۸
Background image

د لوګر او پکتیکا ولسوالۍ په مربوطاتو کې له ډیورنډ فرضي کرښې څخه بررسي ترسره شوه!

سه شنبه   ۲۱/۳/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي بررسۍ معینیت اړوند د سرحدي پلټنو د رئيس مولوي غلام صديق سباوون په مشرۍ د سرحدي کارپوهانو يو ګډ پلاوي لوګر او پکتيکا . . .

خپرونې