د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوندو تعلیمي ادارو خبرتیا

mobta-af
Mobta

د ۱۴۰۲ هـ ل کال د تعلیمي بهیر له پیل کېدلو سره سم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند تعلیمي ادارې چې د خوشحال خان، رحمان بابا او پیر محمد کاکړ لیسې پکې شاملې دي د لرې پرتو سیمو ټولو ممتازو زده کوونکو ته خبر ورکوي، چې د روان ۱۴۰۱ کال د حوت (کب) میاشتې تر لسمې نېټې په یادو لیسو کې د نوم لیکنې او جذب په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند ولایتي ریاستونو او آمریتونو ته مراجعه وکړي. که چیرته کوم زده کوونکی ولایتي ریاستونو یا آمریتونو ته رسیدګي نه شي کولای په مرکز کې دې د یاد وزارت د ښوونې او روزنې ریاست ته د ثبت نام په موخه ورشي. 

زده کوونکي دې د نوم لیکنې په وخت کې لاندې شیان له ځان سره ولري:

۱ـ د هویت تذکره

۲ـ شپږ قطعې عکسونه

۳ـ یوه عرض پاڼه یا غوښتنلیک

خپرونې

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۸:۴۸
Background image

خبرتیا!


د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د بایزید روښان کثیرالرشتوي انستیتیوت د ۱۴۰۴ هـ ل کال لپاره د هیواد د سرحدي او له زده کړو بې برخې سیمو د دولسم ټولګي فارغان په لاندې څلورو . . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۱:۶
Background image

په بلخ ولایت کې د غصب شويو ځمکو او څړځایونو د تثبیت او بېرته راګرځيدو لړۍ بیا پیل شوه

 

پنجشنبه: ۱۴۴۶/۶/١٠

په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین او د غصب د کمېسیون مشر الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د کرنې اوبو . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۹:۳۲
Background image

په بادغيس ولایت کې د ۲۰ کلنې شخړې تر څنګ په کنړ او بلخ ولايتونو کې هم بيلا بېلې منازعې هوارې شوې

يکشنبه ۱۷/۴/۱۴۴۶

د باغيس ولايت په جوند ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ هغه شل کلنه شخړه هواره شوه، چې د ځمکو د څړځايونو پر سر راپورته شوې وه چې پرمهال یې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او . . .

خپرونې