((څوک چې د دې خاورې د بیا اخلالولو سوچونه وهي، زموږ شل کلنې قربانۍ او مبارزې دي وریادې کړي))

taqi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۶:۸
((څوک چې د دې خاورې د بیا اخلالولو سوچونه وهي، زموږ شل کلنې قربانۍ او مبارزې دي وریادې کړي))

 

سه شنبه /۴/ذوالقعده/۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په بغلان کې له اسلامي نظام څخه د دفاع غونډې ته وویل؛ له فتحې وروسته د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د عفوې فرمان د کورنۍ جګړې د مخنیوي یو تاریخي ګام و. هغه افغانان مېړني خلک وبلل، زیاته یې کړه، څو چې دا ځوانان ژوندي وي څوک به افغانستان ته چپ و نه ګوري. نوموړي دغه راز څرګنده کړه، هغوی چې د دې خاورې د بیا اخلالولو سوچونه وهي، زموږ شل کلنې قربانۍ او مبارزې دي وریادې کړي. 

په غونډه کې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین مولوي محمد علي جان احمد افغانان په جنګونو کې لوبېدلي خلک یاد کړل ویې ويل، افغانان هغه خلک دي چې د چا تهدید او زور ته غاړه نه ږدي. هغه زیاته کړه: کومو خلکو چې پرون یې د وطن دوستۍ او پرمختګ وعدې ورکولې نن یې د ګډوډۍ لپاره د افغانستان له دښمنانو سره لاس یو کړی.

قومي مخورو په خپل وار د نظام ننګه خپل مسؤلیت وباله زیاته یې کړه، چې هغوی به چاته اجازه ور نه کړي چې څوک د اسلامي امارت په وړاندې خنډونه ایجاد کړي. مخورو مشرانو خلک د قوم، تنظیم او سمت پرستي مخنیوي ته را وبلل، ویې ویل: د دې ملت بریا او د اسلامي نظام پایښت په اطاعت او اتحاد کې نغښتې ده. 

په دغه ناسته کې د امربالمعروف معین شیخ نورمحمد حقاني، د استخبارتو ریاست استازی مولوي اختر شاه هاشمي، د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني، د یاد ولایت قومي مخورو، علماء کرامو، د ولسوالۍ استازو، د پوهنتون استادانو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۸:۵۸
Background image

((  ولسونه بايد د نظام حمايت وکړي او د هېڅ ډلې په تبليغاتو ونه غولېږي ))

سه‌شنبه ۱۵ جمادی‌الاول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین، مولوي عنایت الله شجاع، دغه څرګندونې په فاریاب ولایت کې د یاد وزارت له لوري د اسلامي نظام تر چتر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۰
Background image

د کابل په شکر دره ولسوالۍ کې له ولسونو سره غونډه

دوشنبه/۱۴/ جمادی‌الاولی  ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د یوه پلاوي په مشري د کابل په شکر دره ولسوالۍ کې (د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شريعت د نفاذ او همغږۍ) په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۵۲
Background image

په بامیانو او بلخ ولایت کې د دریو بېلابېلو شخړو پخلاینه

دوشنبه/۱۴/ جمادی‌الاولی ۱۴۴۸

د بامیانو ولایت د مرکز اړوند لاله‌ خېلو په کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه، چې درې کاله وړاندې رامنځته شوې وه، تېره ورځ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر. . .

BACK TO NEWS

User account menu