په کاپیسا ولایت کې ۱۲ شخړه حل او په دوستي بدله شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۹:۳۴
خبر

۲۵/۴/۱۴۴۵

د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ پېښه شوې ۱۲ کلنه شخړه، چې له طرفینو څخه پکې ۳ تنه وژل شوي او څو نور کسان ټپیان شوي وو، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت په هڅو او د سیمه ییزو مشرانو او علماوو په همکاري په سوله بدله شوه.

د دغې شخړې د حل په مراسمو کې د یاد ولایت د والي په شمول د نورو اداراتو مسؤلینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو د شخړو او بدیو په بدو پایلو خبرې وکړې او دواړه لوري یې سولې او اخوت ته راوبلل.

په پای کې په دغه شخړه کې ښکېلو لوریو د مشرانو له هڅو او ستړیاوو څخه مننه وکړه او یو بل ته یې د ورورولۍ غېږه ورکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۲۴
Background image

کنړ کې د ۳۵ کلنې شخړې سر بېره بلخ کې هم مسؤلينو ۸ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښود

 

يکشنبه ۲۱ رجب المرجب ۱۴۴۷

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په ملتيا د دغه ولايت يه آسمار ولسوالي کې د يوې ۳۵ کلنې دښمۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۱۷
Background image

بلخ او ارزګان کې جلاجلا شخړې حل شوې

 

چهارشنبه ١٨ رجب المرجب ۱۴۴۷

په بلخ ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ  هغه راپورته شوې څه باندې يو کلنه شخړه، چې دواړو لوريو ته يې ګڼې ستونزې راولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په چوکاټ کې د بايزيد روښان کثيرالرشتوي انستيتيوت

د ۱۴۰۵ لمريز کال لپاره د قبايلي او سرحدي ولايتونو او ولسواليو د دولسمو ټولګيو فارغ زده کوونکي په ليليه ډول په لاندې څانګو کې جذبوي.
۱ تعميرات دوه کاله
۲ کرنه او مالداري دوه کاله
۳
. . .

BACK TO NEWS

User account menu