په سرحدي او ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولايتونو کې د لرو پرتو ولسوالیو ولسونو ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه سفر

khoram_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۱۴
ناسته

 

چهارشنبه ١٤٤٦/٤/٢٧

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د مشرتابه په هدايت د دغه وزارت لخوا د مرکزي کمېټې پلاوي، چې د مالي او اداري لوی رئیس مولوي محمد انور تائب يې مشري کوله، کنړ ولايت ته سفر وکړ او د ياد ولايت له مرستيال والي الحاج مولوي عبدالله حقاني، ولايتي کمېتې غړو او اړوندو مسؤلينو سره يې ناسته ترسره کړه.

د دغې ناستې پر مهال د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پرتو ولسونو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ولايتي کمېټې تر سره شوي فعاليتونه روښانه شول او ګزارش يې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لېږل شوي هيئت سره شريک شو، چې د ياد هيئت له لوري ورته د خدمتونو وړاندې کولو په کړنلاره، ميکانيزم او اسنادو په اړه وضاحت وړاندې شو.

په پاي کې د کنړ ولايت مرستيال والي د ولايتي کمېټې په مشرۍ د سرحدي او ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو کړنلارې او ميکانيزم روښانه کولو په موخه د ورغلي پلاوي څخه مننه وکړه او دا چاره يې د يادو ولسونو د خدمت لپاره اړينه وبلله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

جوزجان کې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

چهارشنبه ١٤ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د جوزجان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو رياست رئيس مولوي غلام نبي صميم په مشري د ديني عالمانو او قومي سپين ږيرو په دوامداره همکاري د دغه ولايت مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۱۵
Background image

د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د قومي او ولسي غونډو په دوام نن د ميدان وردګ ولايت له خلکو سره غونډه وشوه

چهار شنبه ۱۴ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري په ټول افغانستان کې له خلکو سره د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د تنفيذ او ولسي همغږۍ په موخه د روانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۲
Background image

شاجوی کې د اسلامي شریعت د نفاذ، واسي همغږۍ او د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه غونډه وشوه

سه‌شنبه ۱۳ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئيس مولوي رحمت الله جواد په مشرۍ د دغه ولایت د مرستیال والي الحاج ملا فیض الله تمیم په شتون کې د یوه. . .

BACK TO NEWS

User account menu