په جوزجان کې د لس کلنې دُښمنۍ ترڅنګ بلخ او دايکندي ولايتونو کې جلاجلا شخړې حل شوې

يکشنبه ۱۴۴۶/۸/۱۰
د جوزجان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوی غلام نبي صميم په مشري، د ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځايې خلکو په همکارۍ په ياد ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه لس کلنه دُښمني په دوستي بدله شوه، چې يو کس پکې وژل شوی او د ګڼو مالي زيانوو ترڅنګ يې ژورو اختلافاتو ژوند تريخ کړی و.
د دغه روغې جوړې پرمهال مسؤلينو په خپلو خبرو کې د اتفاق، يووالي او يو بل منلو په دنياوي او اخروي ګټو بحث وکړ، ښېکل اړخونه يې سولې ته راضي کړل او ترمنځ يې د منصفانه پرېکړې له مخې هغوی يو بل ته ورغاړې وېستل، چې په همدې سره يې ياده لس کلنه دُښمني په دُستي بدله شوه.
په ورته مهال د بلخ ولايت په چهار بولک ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و حل او دواړه خواوې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤ لينو او قومي سپين ږيرو له لورې د ورورۍ په ټغر سره کېناستې. همداراز د دايکندي ولايت په هجدي سيمه کې د يوې کورنې د څو غړو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه د دې ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر ځايې اوسيدونکو او علماوو په منځګړيتوب په داسې ډول حل شوه، چې د کورنۍ هر غړي ته د شريعت په رڼا کې خپل حق ورسېده او د خوښۍ ژوند يې پيل کړ.