په بامیان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ پېښه شوې شخړه حل شوه!

khoram_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۱:۲۵
شخړه


سه شنبه۱۴۴۶/۶/٢٩
د بامیان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د ياد ولایت مرکز د شهیدانو په سیمه کې د ديني عالمانو، متنفذینو او مصليحينو په همکارۍ د ترافيکي پېښې له امله د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه چې په نتیجه کې یې دوه کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي وو، د خبرو او منځګړیتوب له لارې حل کړه او دواړه کورنۍ یې سره پخلا کړې.

حافظ محب الله سجاد له دواړو دښمنو کورنیو سره په جلا جلا ناستو کې د اسلامي شریعت په رڼا کې د يادو کورنيو غړو  ته قناعت ورکړ او دې ته یې راضي کړل چې خپلمنځې شخړه ختمه کړي او په سوله کې ژوند وکړي.

په پای کې د دواړو دښمنو کورنیو مشرانو یو بل ته بښنه وکړه او په خپلو ويناوو کې يې  وویل چې دښمني او منازعه د انسانانو ټولنیز ژوند له خطر سره مخ کوي. دوی دې ته متوجه شول چې نفرت پر ځای، په اشتی او ورورولۍ کې ژوند وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۹:۵۲
Background image

د غصب د مخنيوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون یوه هیئت کندهار ولایت ته سفر وکړ

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معين او د غصب د مخنيوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون غړي الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي د یوه هیئت په مشري کندهار ولايت ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په زابل ولایت کې د شاوخوا یوې لسیزې شخړه حل شوه

چهارشنبه١٠/۱۲/ ۱۴۰۳

د زابل ولایت د میزانې ولسوالۍ د مریاڼو په سیمه کې د دوو قومونو ترمنځ د قتل پر سر د شاوخوا یوې لسیزې پېښه شوې شخړه د یاد ولایت د والي الحاج مولوي حزب الله افغان، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۱:۲۵
Background image

په بامیان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ پېښه شوې شخړه حل شوه!


سه شنبه۱۴۴۶/۶/٢٩
د بامیان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د ياد ولایت مرکز د شهیدانو په سیمه کې د ديني عالمانو، متنفذینو او مصليحينو په همکارۍ د ترافيکي. . .

BACK TO NEWS