د کابل ولایت په قرباغ ولسوالي کې لویه ولسي غونډه تر سره شوه

haqani_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۳
د کابل ولایت په قرباغ ولسوالي کې لویه ولسي غونډه تر سره شوه

سه شنبه ۲۳ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي رئيس مولوی محمد اجان رهبر د مل پلاوي په مشري د کابل په قره باغ ولسوالي کې (د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شريعت د نفاذ او همغږۍ) تر سرلیک لاندې یوه لویه غونډه ترسره کړه چې پرمهال یې ديني عالمانو، قومي مشرانو، متنفذينو او ځوانانو ګډون کړی وو. 

د دغې غونډې پرمهال د وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ رئيس مولوي محمدآجان رهبر په خپلو خبرو کې وویل، چې اوس وخت را رسېدلی ترڅو له خپل نظام سره په ګډه د څلوېښتو کلونو ناخوالي او ناوړه دودونه له منځه یوسو او په یوه غږ د اتحاد په رسۍ منګولې ولګوو، نوموړي زیاته کړه: ترڅو چې د مسلمانانو ترمنځ یووالی او اتحاد وي هیڅوک پر هغوی حکومت نه شي کولای.

په دغه ولسي غونډه کې ديني عالمانو او قومي مشرانو په خپلو خبرو کې وویل: د مسؤلينو او خلکو ترمنځ د دغه ډول غونډو برابرول د ولس او حکومت تر مابین واټن ختموي او د یووالي غوټې نوې هم ټینګېږي.
قومي مشرانو همدارنګه د قره باغ ولسوالي د شل بستريز روغتون پراخولو، سړک، اوبو رسولو شبکو او کرنې اړوند ستونزې شریکې کړې او له حکومت څخه یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۳
Background image

د کابل ولایت په قرباغ ولسوالي کې لویه ولسي غونډه تر سره شوه

سه شنبه ۲۳ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي رئيس مولوی محمد اجان رهبر د مل پلاوي په مشري د کابل په قره باغ ولسوالي کې (د اسلامي نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۷
Background image

((هغوی چې افغانستان ته د بشري حقوقو د خوندیتوب په نامه راغلي وو، دلته یې د افغانانو نسل وژنه وکړه))

دوشنبه ۲۲ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د غزني ولایت په جاغوري ولسوالي کې له عامو خلکو، دیني عالمانو او سیمه ییزو مشرانو سره د یوې لویې جوړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۱
Background image

د سرحدي پلټنو مرستیال د کندهار د سپین بولدک د سرحدي چارو ارزونه ترسره کړه

 

سه شنبه ۲۳ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت ‌الله شجاع له مل پلاوي سره یوځای تېره ورځ کندهار ولایت ته سفر وکړ. نوموړي د خپل. . .

BACK TO NEWS

User account menu