د لوي او کوچني پامير له مشرانو او نماينده ګانو سره کتنه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۲:۲۱
خبر

 


د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري د لوي او واړه پامير له يو شمېر مشرانو سره وکتل‌.
دوی پاميرونو ته د ا.ا.ا په ځانګړې توجه خوښي څرګنده کړه او له ښاغلي نوري څخه يې مننه وکړه چي د دوی غوښتنو ته يې ښه انعکاس ورکړی او ستونزو ته يې رسيدنه شوې.
دوی د ا.ا.ا له لوري پامیریانو ته د لارې رغولو، مخابراتي او روغتیایي خدماتو او هڅو قدرداني وکړه او یو لړ نورې ستونزې یې د حل په موخه شریکې کړې.

ښاغلي نوري راغلو مشرانو ته له ښه راغلاست سره سم وویل: موږ ستاسې ستونزې د مربوطه ارګانونو تر څنګ د عاليقدر امیرالمؤمنین تر مقامه هم رسولې دي، نوموړي ډاډ ور کړ چې د پامیریانو د ستونزو حل ته د حکومت په کچه لومړیتوب ورکول کېږي.
هغه همداراز زیاته کړه: د پامیر له تېرو ۱۰۶ کالونو څخه د حکومت له هر ډول مرستې څخه بې برخې و خو د ا.ا.ا په راتګ سره اوس ددې سيمې وګړي د حکومت په چوکاټ کې رسمي دندې تر سره کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی فرمان

د ولسي خلکو، قومي مشرانو، ځوانانو او ټولو هیوادوالو د عامه پوهاوي په اړه د خېښۍ ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخینوي په هکله د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۵۳
Background image

د ميدان وردګو او باميان ولايتونو لپاره د شخړو د حل په برخه کې د ټاکل شوي کمېسیون له غړو سره کتنه

سه شنبه ۲۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد نن له غرمې مخکې په میدان وردګ او باميان ولايتونو کې.د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

فارياب کې د څړځايونو پر سر څو کورنيو له ۶ کلن اختلاف څخه لاس واخيست

 

يکشنبه ۱۸ ذوالحجه ۱۴۴۶

د فارياب ولايت د سرحدونو، قومونو او فبايلو چارو رئيس الحاج مولوي محمد مير صارم د ځايي قومي مخورو او علماوو په شتون کې د يوې رابلل شوې غونډې پرمهال د هغو. . .

BACK TO NEWS

User account menu