د تدارکاتو ریاست
دغه ریاست چې مخکې د تدارکاتو او خدماتو په نامه یادیده په ۱۳۹۶ کال په تشکیل د تدارکاتو ریاست په نامه ونومول شو.
د تدارکاتو ریاست عمده دندې یاد ریاست دوه امریتونه ، دوه عمومي مدیریتونه او اجرائیه مدیریت لري چې په لاندې ډول دي:
- امریت تدارکات
- امریت تسهیل قراردادها و ۤپلانگذاری
- مدیریت عمومی تسهیل قرارداد ها
- مدیریت عمومی پلانګذاری
مدیریت اجرائیه
دغه ریاست په ټولیزه توګه لاندې دندې پرمخ بیايي
- د وزارت د تدارکاتی اړتیاوو تثبیت او توحید کول .
- د توحید شویو اړتیاوو پروژه کول.
- د تدارکاتی پلان ترتیب ، له مقام څخه یی د منظو ري اخستل او د تدارکاتو ملي ادارې په سیستم (APPMS) کې یې خوندي کول.
- دپروژې اعلان ، غوښتنه ، موندنه د افر گشایی د افر گشایي هیئت لخوا او د افرونو ارزونه ، د ځواب ویونکو او ګټونکو افرونو مشخص کول د ارزونې هیئت لخوا .
- د غوښتونکو (داوطلبانو ) سره د هوکړه لیک ترتیبول.
- د تدارکاتي تسهیلاتو وړاندې کول له هوکړه لیک وروسته .
- دهغه توکو (اجناسو) او د ودانیزو چارو چوپړتیا وړاندې کول چې مخکې له مخکې یې وړاندوینه نه وي شوې او پّه سملاي توګه منځ ته راشي غوښتنه او نرخ ټاکل .