د بشري زېرمو ریاست
دغه ریاست څلور آمریتونه لري، چې په لاندې ډول دي:
- د کارکوونکو آمریت
- د سوانح آمریت
- د استخدام آمریت
- د ظرفیتونو د پراختیا آمریت
د بشري زېرمو ریاست په ټولیزه توګه لاندې دندې تر سره کوي:
- په اداره کې د انساني ځواک روزنه او جذب
- د شرایطو وړ کارکوونکو د شتمینو د ثبت فورم راټولولو او دمقام دفتر له لارې د چارو ادارې ته د هغو لیږل
- د ټولو کارکوونکو شکایتونو او ستونزو ته رسیدنه
- د روزنیزو ورکشاپونو له لارې د کارکوونکو د وړتیاوو لوړول
- هر کال د وزارت د تشکیل طرحه او ترتیب
- کارکوونکو لپاره د سوانحو دفتر جوړول
- د بشري زېرمو ریاست د معلوماتو د انسجام سیستم رامنځته کول.