((د بادغيس ولسونه د اسلامي امارت تر حاکميت وروسته د خدمت او پرمختګ شاهدي ورکوي))
سه شنبه ۲ رجب المرجب ۱۴۴۷
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ټول هيواد کې د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساينې په موخه د ولسي غونډو د لړۍ په دوام نن په بادغيس ولایت کې د دغه وزارت د معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد په مشري له مسؤلينو، سيمه ييزو مشرانو، علماوو او عامو خلکو سره يوه لويه ولسي غونډه ترسره کړه.
د ياد ولایت قومي مشرانو په دغه ولسي غونډه کې د ا.ا.ا د مشرتابه د مخلصو خدمتونو مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې موږ به د خپل نظام په دفاع او ملاتړ خپل ټول توان وکاروو. هغوی وویل: د تېرې ادارې پرمهال دغه ولایت ته لازمه پاملرنه نه ده شوې، ځکه د بادغيس مجاهد ولس تل د .ا ا.ا.ا تر څنګ ولاړ وو. قومي مشرانو زیاته کړه، چې د باغيس ټول قومونه د ا.ا.ا تر مشري لاندې په یووالي ولاړ دي، خدمتونه يې ستايي، چې له همدې امله د دغه ولایت ولسونه په ډېری برخو کې د ا.ا.ا د پرمختګ شاهدان دي.
ورپسې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمد په خپلو خبرو کې د بادغيس ولايت د خلکو د غیرت او میړانې بېلګې وستایلې او ويې ويل: ټولو افغانانو د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي، چې لله الحمد نن هيواد د پرمختګ او ترقۍ پر لور په ثابتو ګامونو روان دی. هغه همداراز د شريعت پلي کول د ا.ا.ا هدف ياد کړ. نوموړي همدارنګه وويل: د ازادي بیرغ مو په خپله لوړ کړ، ځکه زموږ زړور او وفادار ولس د کلونو جهاد او قربانیو پرمهال پرخپل سپېڅلي آرمان ټينګ ولاړ و، چې همدا قوي اراده د ازادي او د ملي هویت د ساتنې سبب شوه
