بلخ کې د ميراث پر سر شخړه هواره شوه
وشنبه د۱۱/۴/۱۴۴۶
د دغه ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ د غړو ترمنځ د ځمکې د ميراث پر سر هغه درې کلنه شخړه هواره شوه، چې د يادې کورنۍ ترمنځ يې ژور تاو تريخوالی او اختلافات را منځته کړي وو.
د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په همغږۍ، د شخړو د حل کمېسیون، قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په منځګړيتوب د يادې کورنۍ د غړو سره لومړی جلا جلا ناستې وشوې، چې اختيار ليکونه ترې واخيستل شول او ترمنځ يې د خير په فيصله سره هر غړي ته خپل حق وسپارل شو.
ښکېلو لوریو د مصلحينو په شوې پريکړه رضايت وښود د ا.ا.ا له مسؤلينو يې مننه وکړه، چې د ولسونو هرې لويې او وړې ستونزې ته رسيدګي کوي او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکي کې به دا ډول جنجالونه نه تکراروي.