په بلخ او ارزګان کې د جلاجلا شخړو حل

haqani_admin
Sat, Nov 07 2026 1:49 PM
د شخړې حل

شنبه ۲۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي سردار محمد محمدي په هڅو او د ځايي قومي مشرانو په منځګړيتوب د ياد ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې شخړه په سوله او ورور ولي بدله شوه.

د دغې رامنځته شوې شخړې په پايله کې له يوه لوري يوکس خپل ژوند له لاسه ورکړی و، چې له کبله يې دواړو خواوو ته لوی مشکلات ايجاد کړي وو.

په ورته مهال د ارزګان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه راپورته شوې شخړه هواره کړه، چې په ترڅ کې يې درې تنه ټپيان شوي وو او د ګڼو خپلمنځي مشکلاتو ترڅنګ يې لوی مالي تاوانونه پېښ کړي وو.

د يادو دواړو شخړو د هواري پرمهال مسؤلينو ښکېل لوري د صبر، زغم او بښنې کولو پر اهميت وپوهول او له هغوی يې وغوښتل، چې د ستونزو او جنجالونو پرمهال له حوصلې کار واخلي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu