جوزجان ولایت په خو اجه‌ دوکوه او آقچې ولسوالیو کې د خلکو ترمنځ د یووالي او د اسلامي شریعت د نفاذ په موخه غونډې ترسره شوې

haqani_admin
Thu, Sep 03 2026 12:14 PM
جوزجان ولایت په خو اجه‌ دوکوه او آقچې ولسوالیو کې د خلکو ترمنځ د یووالي او د اسلامي شریعت د نفاذ په موخه غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه، ۲۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو رئیس مولوي غلام نبي صمیم او نورو مسؤلینو یادې غونډې ته په خپلو خبرو کې د خلکو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ پر پیاوړتیا، له قومي، ژبنیو او سمتي اختلافاتو څخه د ډډې پر اهمیت ټینګار وکړ.

نوموړو همداراز له خلکو وغوښتل چې په خوښیو، ماتم او له حج څخه د راستنېدو په مراسمو کې د ناسمو دودونو او رواجونو په برخه کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان ته غاړه کېږدي.

 همداراز د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو په خپلو خبرو کې د داسې ناستو جوړول د خلکو او مسؤلینو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د امیر د فرمانونو څخه د خلکو د خبرولو لپاره مهم وبلل او د اسلامي نظام د ملاتړ او له مسؤلینو سره د همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.

په ورته مهال د یاد ولایت په اقچې ولسوالۍ کې هم قومي غونډه جوړه شوه. د سرحدونو، قومونو او قبایلو رئیس مولوي غلام نبي صمیم په دې غونډه کې د ټولنیز ثبات د ټینګښت، متقابلې همکارۍ او له اختلاف او تفرقې څخه د ډډې پر اهمیت خبرې وکړې.

نوموړي وویل، چې د خلکو او مسؤلینو ترمنځ همغږي کولی شي د ولسي ستونزو د حل او د ټولنیزو چارو د ښه تنظیم زمینه برابره کړي. په پای کې، دیني علماوو او قومي مخورو د خلکو د ستونزو د اورېدو او د شریعت له اصولو سره سم د هغو د حل غوښتنه وکړه او د یووالي، ثبات او اسلامي نظام د پیاوړتیا په برخه کې یې د خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړ

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu