بلخ کې ۵ کلنه سمنګان کې ۴ کلنه او کاپيسا کې هم شخړه هواره شوه

taqi_admin
Tue, Aug 04 2026 2:48 PM
بلخ کې ۵ کلنه سمنګان کې ۴ کلنه او کاپيسا کې هم شخړه هواره شوه

سه شنبه ۲۰ صفر المظفر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو لخوا د دغه ولايت په مرکز کې د دوو تنو هېواد والو ترمنځ د ځمکې د ملکيت له کبله راپورته شوي اختلافات د منځګړو مشرانو په ملتيا د خبرو اترو له لارې هوار کړل او هر کس د خپل حق خاوند شو.

په ورته مهال د سمنګان ولايت په ايبک کې د دوو کورنيو ترمنځ د څلورو کلونو دوامدار جنجالونه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو، ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو داسې مهال پای ته ورسېدل، چې ښکېلو غاړو يو بل ته د بښنې په کولو سره د خوښي غاړې ورکړې.

همداراز د کاپيسا ولايت حصه دوم کوهستان ولسوالي کې د څوتنو اوسېدونکو ترمنځ د راپورته شويو ستونزو او بدبينو له امله، چې يوکس پکې ټپي شوی و د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو له لوري حل او طرفينو د ورورولي ژوند پيل کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په ولايتونو کې د خپلو اړوندو ادارو د مسؤلينو په مرسته هره ورځ د ولسونو ترمنځ دې ته ورته شخړې او جنجالونه هواروي ترڅو خلکو ته د ارام او هوسا ژوند زمينه برابره شي

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu