په خوست کې د دووکورنیو ترمنځ ۱۶ کلنه دوښمني په دوستۍ بدله شوه

taqi2_admin
Thu, Jun 11 2026 10:21 AM
په خوست کې د دووکورنیو ترمنځ ۱۶ کلنه دوښمني په دوستۍ بدله شوه

 

سه شنبه، ۲۳ ذوالحجة ۱۴۴۷ هـ قـ

د خوست ولایت مرکز متون په خالصې کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۶ کلنه دوښمني، چې له امله یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی و، د قومي مشرانو، علماوو، مصلحینو او د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي میا محمد ولي صدیقي په هڅو په دوستۍ بدله شوه.

مولوي میا محمد ولي صدیقي وویل، له هغه وخت راهیسې چې فتحه راغلي او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته د قومونو ترمنځ د رامنځته شویو شخړو او تربګنیو د مخنیوي مسؤولیت ورکړل شوی، په دې برخه کې په ټول افغانستان کې په پراخه کچه هڅې روانې دي، تر څو ټول ولسونه پر یو ټغر راټول شي. نوموړي همداراز د خپلو خبرو په جریان کې یادو دښمنو کورنیو ته، چې سخت سره خوابدې وې، توصیې وکړي او دوی یې دې ته راضي کړل چې روغه سره وکړي.

په پای کې د مصلحینو له لوري د یادې شخړې د حل په موخه پرېکړه وشوه، چې دواړو کورنیو ومنله او په خپل منځ کې یې  د دوستۍ نوی پړاو یې پیل کړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu