په هيواد کې د ولسواليو په کچه له خلکو سره د ولسي غونډو دوام
پنجشنبه ۱۳ جمادی الآخرة ۱۴۴۷
په هيواد کې د ولسواليو په سطحه د ولسي يووالي، همغږۍ او ستونزو اورېدو په مناسبت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ولايتي ادارو په مرسته له عامو خلکو سره ولسي غونډې لا هم روانې دي، چې داځل په دې اونۍ کې د تخار ولايت په ورسج، د بلخ ولايت په زاري او چهار کمت، د زابل ولايت په شنکي، او مۍدان وردګ ولايت په مرکز بهسود ولسوالي کې له عامو خلکو، ولسواليو استازو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، سپین ږیرو او ځوانانو سره پراخې غونډې ترسره کړې.
د دغو غونډو په ترڅ کې د ولسواليو استازو، قومي مشرانو او علماوو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستايلې او په دې برخه کې يې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د سرحدي سيمو د خدمتونو بې برخو خلکو ته د پراختيايې پروژو، سړکونو، مدرسو، مسجدونو، روغتيا، پاکو اوبو د شبکو جوړول او د ولسي لويو شخړو حل مهمې لاسته راوړنې وبللې. دوي د ياد وزارت له مسؤلينو وغوښتل، چې ولسي خلکو ته دې لانوره توجه هم وکړي.
د يادو جوړيو شويو غونډو پرمهال مسؤلینو له عامو خلکو مننه وکړه، چې په وينا يې د سر او مال په بدل يې د ا.ا.ا ملاتړ کړی او لا هم د دې نظام لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي. يادو مسؤلينو د ډاډ په څرګندولو سره وويل: شپه او ورځ مو همدا هڅه ده، چې د خلکو د هوسا ژوند جوړولو لپاره کار و کړو او ستونزې يې حل کړو. دوی همداراز د غونډو په پای کې د امیرالمؤمنین حفظه الله د بدو دودونو او رواجونو د مخنیوي فرمان هم تشریح کړ او د غونډې په ګډونوالو يې وويشه.
