په هرات ولایت کې له قومي مشرانو سره ناسته وشوه

mobta-af
Mon, Mar 20 2023 2:32 PM
Mobta

یکشنبه /۲۶/ شعبان المعظم/ ۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې د هرات ولایت د ولسوالیو له استازو او قومي مشرانو سره د قومونو او ولسونو د همغږۍ او اتحاد ناسته ترسره شوه. 

په دغه ناسته کې د یاد وزارت د مسلکي چارو معین مولوي عبدالرحمن حقاني، مل پلاوي، د یاد ولایت د ملکي ادارو رئیسانو، د کوچیانو شورا رئیس، قومي مشرانو او علماء کرامو ګډون کړی وو.

په پیل کې د قومونو په استازولي څو تنو خبرې وکړې او د یاد وزارت د جرګو او همغږۍ د غونډو له جوړولو څخه یې قدردانی وکړه او داسي غونډې یې د حکومت او ولس تر منځ د واټن په کمولو کې ډيرې ګټورې وبللې او د قومونو تر منځ په یووالي، اتفاق او یو بل منلو یې ټینګار وکړ. دوی ټولو د ا.ا.ا ملاتړ او حمایت خپله دنده وبلله.

Mobta

د ناستې په پای کې د یاد وزارت د مسلکي چارو معین شیخ عبدالرحمن حقاني ټولو راغلیو قومونو ته هرکلی وکړ، د حکومت او خلکو په مرسته د هیواد د پولو ساتنه، د قومونو د شخړو حل کول او د قومونو ترمنځ همغږۍ او یووالی راوستل یې د دې وزارت دندې یادې کړې او زیاته یې کړه: د لوی خدای (ج) په مرسته او د ولس د قربانیو په برکت مو د نړۍ زبرځواک مات کړ، کفارو غوښتل زموږ یووالی له منځه یوسي او دلته خپل شوم اهداف عملي کړي، خو زه دا ډاډ درکوم که چیرته موږ متحد شو د نړۍ هیڅ زبر ځواک به دلته د حملې لپاره زړه ونه کړي او زموږ د هیواد خاوره به د هیڅ چا په وړاندې و نه کاریږي.

غونډه د هیواد او ولس د اتحاد او ورورولۍ په دوعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu