د معلولینو د حقوقو او امتیازاتو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام!
د پوهاوي یاد پروګرام د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د بشري زېرمو ریاست له خوا د زمري پر ۱۲ مه نېټه جوړ شو، چې د وزارت معلولینو پکې ګډون کړئ و.
د بشري زېرمو رئيس ښاغلي محمد یاسین پکتین چې د معلولینو د حقوقو او امتیازاتو په اړه یې خبرې کولې وویل: چې د وزارت مقام، مشرتابه پلاوي او اړوند ادارې ځان مکلف بولي، چې پر وخت د خپلو معلولو کارکوونکو حقوق او امتیازات د دوی په اختیار کې ورکړي او دغه راز په اداره کې یې خپلې اسانتیاوې، چې معلول وروڼه یې له امله وشي کولای دنده په ښه توګه ترسره کړي رامنځته کړي.
دغه را معلولو وروڼو ته ډاډ ورکړل شو، چې وړاندیزونو او غوښتنو ځانګړې پاملرنه کیږي.
دغه راز یې د معلولو کارکوونکو وړتیاوې د قدر وړ وبللې او د دوی له کړنو څخه یې خوښي څرګنده کړه.