د ښوونکي د نړیوالې ورځې لمانځنه!

mobta-af
Mon, Oct 05 2020 9:01 AM
mobta

 

په هغه غونډه کې، چې نن یکشنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې پر ۱۳ مه نېټه د وزارت په تالار کې د ښځو د ملاتړ واحد آمریت له خوا د ښوونکو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په موخه جوړه شوې وه، د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم، معین صاحبانو، رئيسانو، د رسنیو استازو او د وزارت کارکوونکو پکې ګډون درلود.

د غونډه په پیل کې کې د قرانکریم څو مبارک ایتونه تلاوت او ملي سرود خپور شو.

ورپسې د وړکتون امرې آغلې مریم نبي زاده د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او اجنډا یې شریکه کړه.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب لله صمیم په خپلو خبرو کې د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت مبارکي وویله او د ښوونکي د ارزښت په اړه یې معلومات وړاندې کړل وې ویل: د ښوونکي مقام ډېر لوړ دی او دا په څو ټکو خبرو بسنه نه کوي دا د ویاړ ځای ده، چې نن ډېر ستر شخصیتونه او علمي کادرونه شتون لري همدا د ښوونکو د هلو ځلو پایله ده، چې داسې شخصیتونه یې روزلي او ټولنې ته یې د خدمت لپاره وړاندې کړي دي، ځکه ښوونکی لکه شمعه ځان سوزي او نورو ته رڼا ورکوي.

همدا راز ښاغلي محب الله صمیم زیاته کړه بیا هم د دوموره خدمتونو سربېره دوی ته ډېر کم امیتازات ورکول کیږي، چې د ژوندانه اړتیاوو لپاره یې بسنه نه کوي غوښتنه مو داده، چې د ښوونکو اقتصادي برخې ته پاملرنه وشي، دوی ته د ژوندانه اسانتیاوې برابرې شي او ارزښت او مقام ته یې درناوي وشي، انشاالله موږ به د خپلو شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره د وزارت د اړوند لېسو ښوونکو لپاره لازمې اسانتیاوې برابري کړو.

وروسته د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي خبرې وکړې او د ښوونکي په مقام او ارزښت یې رڼا واچوله وې ویل: چې د ښوونکي د لمانځلو ورځ یوه ورځ نه ده، بلکې هره ورځ د ښوونکي د قدر او عزت ورځ ده له زده کوونکو مو هیله داده، چې د خپلو ښوونکو په ارزښت پوه او درناوي ورته وکړي.

د دې نړیوالې ورځې په مناسبت په دې جوړه شوې غونډه کې د وزارت د وړکتون ماشومانو ملي ترانې وړاندې کړې.

په پای کې د وزارت له خوا هغه ستاینلیکونو او ډالۍ چې د دې ارزښتناکې ورځې په مناسبت برابرې شوې وې ښوونکو او د وزارت ښځینه کارکوونکو ته ورکړل شوې.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu