له بېلابېلو شخصیتونو سره ناسته!

mobta-af
Mon, Sep 28 2020 9:12 AM
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن شنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې پر ۵ مه نېټه له بېلابېلو قومي ، علمي، فرهنګي شخصیتونو او دولتي چارواکو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د وزارت معین صاحبان هم حاضر وو، راغلو مشرانو او مخورو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ، د موجوده نظام څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند او له وزارت سره یې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د راغلو مشرانو او مخورو څخه مننه وکړ او ستونزې یې پر ځای وبللې وې ویل: تاسو مشرانو د دې هېواد لپاره قربانۍ ورکړي، د موجوده نظام ترڅنګ ولاړ یاست، ملي یووالی مو ټینګ کړی او د سولې د ټینګښت لپاره مو هڅې کړي موږ هم پر دې ویاړو، چې ستاسو په شان درانه مشران لرو انشاالله، چې کوم مسؤلیت ما ته راسپارل شوی زه به هغه ستاسو مشرانو په سلامشورو مخته وړم او شته ستونزو ته به په ګډه د حل لارې چال پیدا کړو.

همدا راز ښاغلي محب الله صمیم زیاته کړه د قومي مشرانو څخه مو غوښتنه داده، چې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره سره لاس په کار شي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu