د لنډ مهاله سرویرانو د‌ ګمارنې لپاره تحريري ازموينه واخيستل شوه!

mobta-af
Wed, Sep 23 2020 9:37 AM
mobta

 

د سرحدونواو قبايلو چارو وزارت د سرحدي او قبایلي چارو د معلوماتو د انسجام پروژې(BTMIS) په بلخ ولايت کې د لنډ مهاله سرويرانو د ګمارلو لپاره تحريري ازموينه د روان کال د وږي مياشتې پر 30 مه نېټه د یاد ولایت د‌ سرحدونو او قبايلو چارو رياست په مرسته واخیستل شوه.

د تحريري ازموینې وړاندې د بلخ ولايت د سرحدونو او قبایلو چارو رياست رئيس سید خلیل روفي ګډونوال ته د ازموینې د شفافیت او د دې پروژې د اهميت په اړه لنډې خبرې وکړې.

ورپسې د وزارت د سرحدي او قبایلي چارو د معلوماتو د انسجام پروژې(BTMIS) د مالوماتو راټولولو چارو آفسرانو خیبر امیري او سید محمد سادات يې ملتيا کوله په ازموينه کې ټولو برخه اخيستونکو ته ښه راغلاست وویل: او د پروژې د اهميت او ازموينې د څرنګوالي په اړه له ګډونوالو سر مالومات شريک او د شفافیت يې پوره ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې تحريري ازموينې لپاره د بلخ ولايت د مرکز په ګډون د 15 ولسوالیو، لنډ مهاله سرويرانو د استخدام لپاره 435 کسانو د ازموينې غوښتن پاڼې ډکې کړې وې، چې 113 کسانو د تحريري ازموينې لپاره شارټ لست شوي وه، چې په پوره شفافيت سره د ازموينې د کمېټې او له کابل څخه راغلي پلاوي په شتون کې له ټولو ګډونوالو څخه تحريري ازموينه واخيستل شوه.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu