د ولسي جرګې له غړو، لوړ پوړو دولتي چارواکو، قومي مشرانو، ټولنیزو فعالانو او ځوانانو سره کتنه!

mobta-af
Wed, Sep 16 2020 9:30 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلوچارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د ولسي جرګې له یوشمېر غړو او ګڼ شمېر قومي مشرانو، دولتي چارواکو، ټولنیزو فعالانو او ځوانانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو مشرانو او مېملنو د سرحدونو او قبایلو چارو د سرپرست او نوماند وزیر په توګه د ښاغلي محب الله صمیم د ټاکل کېدو له امله مبارکي وویله او په بېلابېلو برخو کې له وزارت سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورپسې ښاغلي صمیم د دغو درنو مشرانو او معززو مېلمنو له راتګ څخه د مننې په ترڅ کې، وزارت په هېواد کې د مېشتو ټولو قومونو او قبایلو ګډ کور وباله زیاته یې کړه: موږ ټول باید د موجوده نظام د ستنو د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړو او د ملي یووالي په ټینګښت کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu