له اکاډېمیکو او سیاسي شخصیتونو سره کتنې!

mobta-af
Sun, Mar 08 2020 2:44 PM
mobta


د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټرفریدون بارکزي نن له غرمې وروسته له سیاسي او اکاډېمیکو شخصیتونو هر یو ډاکټراحمدشاه وزیر، ښاغلي سردارمحمد سنګرمل او عبدالوهاب افغانمل سره په جلا جلا توګه د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنو کې یادو شخصیتونو په بېلابېلو برخو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هلې ځلې وستایلې او خپلې یو لړ ستونزې یې له ښاغلي مسلکي معین سره شریکې کړې.
ورپسې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي بارکزي په خپلو خبرو کې د وزارت په غونډو او سیمینارو کې د دوې شتون اړین وباله زیاته یې کړه، چې یاد مشران باید په بېلابېلو برخو کې له وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
همدا راز ښاغلي سنګرمل د( حقیقت نه پټيږي) تر عنوان لاندې خپل یو چاپ شوی اثر ښاغلي مسلکي مرستیال ته ډالۍ کړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu