له مخورو شخصیتونو سره کتنې!

mobta-af
Wed, Feb 19 2020 2:49 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن سې شنبې د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې پر ۲۹ مه نېټه د برید جنرال عبدالقادر عطایي، د اروزګان ولایت د ولایتي شورا له مشر ښاغلي امیر خان بارکزي او ورسره مل وکیل صاحبانو او مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په یادو کتنو کې سیمه ییزې ستونزې او حل لارې په ګوته شوې، راغلو مشرانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې د ستونزو په حل کې له ولسونو سره مرسته او همکاري کوي او همدا راز یې ستونزې له اړوند ادارو سره د حل په موخه شریکوي.

ښاغلي بارکزي له یادو مشرانو سره په خبرو کې وویل: وزارت او د دغه وزارت کارکوونکي د خلکو په خدمت کې دي، له خلکو سره اړیکې تامینول او د دوی لپاره صادقانه کارکول خپله دنده بولي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu