له بېلابېلو قومي مشرانو او مخورو سره کتنه!

mobta-af
Sat, Dec 07 2019 10:10 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن چهارشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۱۳ مه نېټه د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلی شجاع المک جلاله او د دفتر رئيس ښاغلی نور آقا ناصري هم حاضر و، راغلو مشرانو د خپلو سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د موجوده نظام او په ځانګړي ډول د افغانانو په مشری د بین الافغاني سولې څخه ملاتړ څرګند کړ، دوی همدا راز د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل، چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې دې پر ټاکي وخت اعلانې کړي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي په خپلو خبرو کې د یادو قومي مشرانو او مخورو ستونزې پرځای وبللې وې ویل: سوله یو الهي نعمت دی، چې انشاالله ستاسو درنو مشرانو په شتون کې به له دې نعمت څخه ټول هېوادوال برخمن او په هېواد کې به د جګړې ټغر ټول شي.

همدا راز ښاغلي شېرزي زیاته کړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ټولو مېشتو قومون ګډ کور دې او د وزارت دروازې تل ستاسو درنو مشرانو پرمخ پرانېستې دي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu