د وزارت په اړوند لېسو او بایزید روښان انسټیټوټ کې د اصلاحاتو د لړۍ پر دوام ټینګار!

mobta-af
Sat, Nov 02 2019 1:11 PM
امور سرحدات وقبایل

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي په داسې حال کې، چې د رحمان بابا علي لېسې او بایزید روښان انسټیټوټ امرینو یې ملتیا کوله نن شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۱ مه نېټه د وزارت اړوند رحمان بابا د علي لېسې او بایزید روښان انسټيټوټ وضعیت له نږدې وڅېړلو.

ښاغلی بارکزي او ورسره پلاوي له یادې لېسې او انسټیټوټ څخه د کتنې پر مهال له زده کوونکو څخه د تدریسي چارو د څرنګوالي په اړه پوښتنې وکړې. او په دې اړه یې د هغوی غوښتنې واورېدې.
همدا راز یې په پخلنځي کې هم د ورځنۍ تابلو سره سم د خوراکي توکیو د شتون، د خوړو د کیفیت ، پاکوالي او نظافت څخه کتنه او د اړتیاوو د پوره کولو په اړه یې مسولینو ته سپارښتنه وکړه.

دغه راز ښاغلي ډاکټر فردون بارکزي د وضعیت د ښه څېړلو په موخه ټینګار وکړ، چې باید د زده کوونکو وړاندیزونو او نظرونو ته هم لومړیتوب ورکړل شي، تر څو د اصلاحاتو لړۍ په سمه توګه پرمخ لاړه شي.

ورپسې زده کوونکو هم د وزارت په اړوند لېسو کې د اصلاحاتو لړۍ د پلي کولو په برخه کې د وزارت د مشرتابه هڅې د ستاینې وړ وبللې او د روانو چارو له بهیر څخه خوښي څرګنده کړه.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu