د اداري چارو په سمون او چټکۍ ټينګار!

mobta-af
Mon, Sep 30 2019 2:30 PM
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين محترم ډاکټر فريدون بارکزي نن له بېلابېلو ريسانو سره د غونډې په ترڅ کې د وزارت د اداري چارو په سمون ټينګار وکړ.

په دې غونډه کې، لومړى اړوندو ريسانو په وارسره د خپلو ورځنيو چارو په اړه ښاغلي مسلکي معين ته راپور ورکړ، زياته يې کړه: موږ هڅه کوو د چارو په ترسره کولو کې رغنده او اغېزمن ګامونه واخلو

ورپسې ښاغلي بارکزي د اداري چارو په سمون او اصلاح باندې په ټينګارسره وويل: موږ د روان مالي کال د بشپړېدو په درشل کې يو، ټول اړوند مسوولين بايد له قانون او اصولو سره سم تدارکاتي اسناد په چټکى سره طى مراحل او بشپړ کړي، تر څو د وزارت پرمختیايي پروژې پر وخت تطبیق او د عادي او پرمختيايي بودجې د لګولو کچه لوړه شي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ښاغلي مسلکي مرستیال دغه راز له اړوند ریسانو غوښتنه وکړه، چې د چارو د لا سمون او چټکتیا په موخه دې خپلو ورځنیو غونډو ته دوام ورکړي او خپلې ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu