د وزارت د اړوندو لېسو ستونزې واوریدل شوې!

mobta-af
Tue, Sep 03 2019 1:15 PM
mobta

په دې کتنه کې، لومړی راغلو امرینو د وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې د لېسو د ښه مدیریت په برخه کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې ترسره کړې او مثبت بدلونون یې رامنځته کړي همدا راز یې د وزارت د اړوندو لېسو پاتې ستونزې د حل په موخه له مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي سره شریکې کړې او په دې برخه کې یې خپل معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په خپلو خبرو کې د یادو لېسو د امرینو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: هڅه مو داده، چې د مخکې په څېر د وزارت د اړوندو لېسو پاتې ستونزو ته هم د حل لارې چارې پیدا کړو او زده کوونکو ته د غوره خدمتونو جوګه شو.
همدا راز یې له اړوند امرینو څخه وغوښتل، چې د چارو پرمخته وړلو کې له یو بل سره همغږي اوسي او ستونزې یې پر خپل وخت د حل په موخه د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې، چې په دې برخه کې یې ځینې سپارښتنې هم وکړې.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu