پکتيکا کې د اسلامي نظام په ملاتړ د ولسي یووالي غونډه

haqani_admin
Mon, Nov 16 2026 2:41 PM
پکتيکا کې د اسلامي نظام په ملاتړ د ولسي یووالي غونډه

دوشنبه ۵ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین مولوي عنایت‌الله شجاع د ولايتي غونډو په لړ کې نن د پکتيکا ولایت په مرکز شرنه کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د تنفيذ او ولسي همغږۍ غونډه جوړه کړه.

ياده غونډه، چې له ديني عالمانو، قومي مشرانو او عامو ولسونو سره برابره شوې وه پرمهال يې ښاغلي شجاع ګډونوالو ته وويل: د نړۍ کفري قدرتونو د خپلو ګټو د خوندي کولو او له افغانانو څخه د ويرې له امله پر افغانستان یرغل وکړ، خو داسې ماتې ورکړل شوه، چې تر ابده به یې تاريخ يادوي. نوموړي د پکتيکا ولايت د ولسونو تېرې قربانۍ وستايلې او هیله يې څرګنده کړه، چې یوه ورځ به افغانان بهرنیو هېوادونو ته د کار لپاره نه ځي، بلکې د نړۍ خلک به افغانستان ته د کار او مزدورۍ لپاره راځي؛ خو د دې لپاره یووالي، زده‌کړو او ګډ کار ته اړتیا ده.

ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر وویل، د اسلامي امارت مسؤلین د ولسونو خدمتګاران دي او په ټولو برخو کې د خلکو ستونزو ته پاملرنه کوي، نوموړي هیله څرګنده کړه چې د وخت په تېرېدو سره به پاتې ستونزې هم حل شي. هغه له هغو ځوانانو وغوښتل چې د نورو په لمسون له هېواده بهر تللي تر څو بېرته خپل وطن ته راستانه شي او له خپلو کورنیو سره ګډ ژوند وکړي، نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت چمتو دی، څو هغوی ته د ژوند او کار زمینه برابره کړي.

د دغه ولسي غونډې پرمهال قومي مشرانو د اسلامي نظام د ملاتړ ترڅنګ زياته کړه، د نظام دفاع او ساتنه خپل مسؤلیت ګڼو او د اړتیا پر مهال هر ډول همکارۍ ته چمتو يو. دوی د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ لپاره د اسلامي امارت هڅې وستایلې او غوښتنه یې وکړه، چې پکتيکا سرحدي سيمو ته دې خاصه پاملرنه وشي او په يادو سيمو کې دې د کرنې، روغتیا، زده‌کړو او سړکونو جوړولو برخو ته لا ډېره پاملرنه وشي، تر څو د خلکو اړتياوې پوره او د نورو له احتیاجه خلاص شي

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu