د هرات ولايت د تورغونډۍ بندر له چارو کتنه ترسره شوه

haqani_admin
Sat, Oct 10 2026 11:35 AM
د هرات ولايت د تورغونډۍ بندر له چارو کتنه ترسره شوه

 

شنبه ۲۷ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت الله شجاع تېره ورځ د يوه ګډ هيئت په شتون کې د هرات ولايت تورغوندې بندر ته سفر وکړ او هلته يې له مسؤلینو سره د همغږۍ، ستونزو د مشخصولو او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي شجاع د خپل دې سفر پرمهال د بندرې چارو له کتلو او ارزولو ورورسته د غوره خدمتونو وړاندې کولو له امله د مسؤلينو هڅې او فعاليتونه وستايل او همداراز يې ځيني نيمګړتياوي هم په ګوته کړې، چې د مسؤلينو د پام وړ وګرځيدې.

دا په داسې حال کې ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال د هېواد د سرحدې چارو او ډيورنډ فرضې کرښې د بررسي او ارزولو په موخه سرحدي ولايتونو ته سفرونه کوي، ترڅو له مېشتو خلکو او مسؤلينو سره په ناستو کې ستونزې مشخص او د اړتيا په صورت کې رسېدنه ورته وکړې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu