د خوست او زابل دوه کورنيو ترمنخ مرګوني شخړه په پخلاينه بدله شوه

haqani_admin
Sun, Oct 04 2026 2:04 PM
د خوست او زابل دوه کورنيو ترمنخ مرګوني شخړه په پخلاينه بدله شوه

 

يکشنبه ۲۱ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت نادرشاه کوټ او زابل ولایت مرکز دوه کورنیو ترمنځ د څه مودې راهيسې روانه شخړه، چې د یو کس د وژل کیدو سبب ګرځیدلي وه د خوست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلينو، ولسوالي استازو او زابل ولایت ديني عالمانو، قومي مشران او متنفذينو په منځګړیتوب د یوې قومي جرګې په ترڅ کې پای ته ورسېده.

دغه دوه کورنۍ، چې له يوې مودې راهیسې یې ترمنځ سخت اختلافات موجود وو او د ځاني تلفاتو تر څنګ مالي زیانونه هم ورته اوښتي وو تېره ورځ د یادو شویو مسؤلينو او مشرانو په منځګړیتوب پخلاینې ته راضي شول او د جرګه کوونکو له لارښوونو وروسته یې سولې او ورورولي ته غاړه کېښوده.

د پخلاينې یاد مراسم، چې د خوست نادرشاه کوټ ولسوالي په ملنګي کلي کې نیول شوي وو پرمهال يې د ښکېلو کورنيو مشرانو د مسؤلينو له لخوا د ترسره شویو هڅو ستاینه وکړه او د هغوی له لوري په شوې فیصله یې خوښي څرګنده کړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu