په پکتیا کې  د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه قومي بدی پای ته ورسېده

haqani_admin
Sat, Sep 12 2026 1:50 PM
په پکتیا کې  د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه قومي بدی پای ته ورسېده

 

شنبه ۲۹ ربيع الأول ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت ډنډې پټان ولسوالۍ اړوند د خرکي کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۷کلنه قومي بدي، چې  له امله یې یو تن وژل شوی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د حل منازعاتو کمېټې غړو، سیمه ‌ییزو مسؤلینو، قومي مشرانو او علماوو د پرله ‌پسې هڅو په پایله کې پای ته ورسېده.

د یادې روغې جوړې په مراسمو کې مسؤلینو د خپلو خبرو پر مهال د اسلام د مبارک دین له لارښوونو سره سم د عفوې، اخوت او ورورولۍ ارزښت بیان کړ او دا یې د ټولنې د ثبات او یووالي لپاره مهم وبلل. هغوی څرګنده کړه چې د کورنیو ترمنځ د اختلافاتو دوام یوازې پر ښکېلو لورو اغېز نه کوي، بلکې د ټولنې  د نورو غړو پر یووالي او اړیکو هم منفي اغېز پرېباسي.

په پای کې د منځګړو له لوري د یادې شخړی د پایته رسیدو په مناسبت ترتیب شوې پرېکړه اعلان شوه، چې دواړو لورو په ورین تندي ومنله او یو بل ته یې د  دوستۍ غېږې ورکړې

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu