په کنړ او ميدان وردګو ولايت کې دوه جلاجلا شخړې هوارې شوې

haqani_admin
Tue, Sep 08 2026 10:18 AM
په کنړ او ميدان وردګو ولايت کې دوه جلاجلا شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۲۵ ربیع الاول ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس ملا تحميد الله غازي په مشري د دغه ولايت په اسمار ولسوالي کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله راپورته شوې شخړه، چې په پايله کې يې يوې ماشومې نجلۍ خپل ژوند بايللی و حل او دواړه خواوې يې سره د سولې په ټغر کېنولې.

همداراز د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ اړوند په اریاب کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ملکیت پر سر رامنځته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت د مسؤلینو، علماء کرامو او قومي مشرانو په ګډو هڅو د روغې جوړې له لارې حل او فصل شوه.

د دغې راپورته شوې شخړې د حل په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر امین ‌الله آخندزاده، د علماوو او مسؤلينو سره يوځای جغتو ولسوالي ته سفر وکړ، چې د ځايي خلکو او سپين ږيرو په شتون کې يې موضوع وڅېړله او د خير په فيصلې کولو سره يې ښکېل لوري سره پخلا کړل

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu