په ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ نږدې د شپيتو کالو په دوام اوږده دښمني هواره شوه

taqi_admin
Mon, Aug 17 2026 2:00 PM
په ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ نږدې د شپيتو کالو په دوام اوږده دښمني هواره شوه

 

دوشنبه ۳ ربيع الأول ۱۴۴۸

د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو له لوري د سیمه‌ ییزو مشرانو او علماوو په همکاري د هسکې مينې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو کورنيو ترمنځ د شپږو لسيزو دوامداره دښمني حل او ښکېلو خواوو د ورورولۍ غاړې سره ورکړې.

یاده شخړه، چې په ترڅ کې یې دواړو غاړو ته لوی مالي تاوانونه رسېدلي وو، د روغي جوړې په مراسمو کې يې مسؤلينو د عفوې او بښنې پر ارزښت ټينګار وکړ. دوی همداراز په ټولنه کې ناوړه دودونه او بې ځايه رواجونه د ډيرو لويو شخړو او وژنو لاملونه ياد کړل او له خلکو يې وغوښتل، چې په وړو مسائلو لويو تربګنيو او دښمنيو ته زړونه ښه نه کړي.

په پای کې د دواړو کورنیو استازو په خوښي د مسؤلينو له لوري د روغې جوړې پرېکړه ومنله او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته به دښمني او کرکه نه کوي بلکې ورورولي او ګډ سوله‌ ییز ژوند ته به دوام ورکوي

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu