خوست کې د ا.ا.ا د مشرانو په هڅو د درې لسېزو دوامدارې دښمنۍ پای وموند

taqi_admin
Sun, Aug 02 2026 12:15 PM
خوست کې د ا.ا.ا د مشرانو په هڅو د درې لسېزو دوامدارې دښمنۍ پای وموند

يکشنبه ١۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست رئيس د شخړو د حل کمېسيون غړو او قومي مشرانو د ځايي خلکو په ملتيا د دغه ولايت په ځاځي ميدان ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د تيرو شاوخوا دېرشو کلونو په دوام رامنځته شوي دښمني په دوستي بدله کړه.

د دغه دښمني له امله دواړو لوريو په سختو ستونزو او مشکلاتو کې ژوند تېراوه او د ژورو اختلافاتو د درلودلو له وجې يې راشه درشه سره نه لرله، چې بلآخره مسؤلينو د خپل منځګړيتوب په پايله کې روغې جوړې ته آمده کړل او د يوې شرعي فيصلې په ترڅ کې يې ياده دښمني په دوستي وربدله کړه.

د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلين دغه دښمني په داسې حال کې هواروي، چې په وينا يې تر دې وړاندې يې د خلکو ترمنځ په ياد ولايت کې ۱۱۵ لويې او وړې شخړې حل او فصل کړې دي

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu