بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

taqi2_admin
Mon, Jul 06 2026 9:49 AM
بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت له لوري هواره او دواړه کورنۍ سره پخلا شوې. 

همداراز د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالي کې د ځينو کورنيو ستونزو پر سر راپورته شوې لس کلنه شخړه، چې دواړو لوريو ته يې لوی اختلافات پيدا کړي وو او دهغوی ژوند يې نا آرامه کړی و، د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو په همکارۍ حل او دواړه خواوې د دوستي په ټغر سره کېناستې. 

په ورته مهال د هرات ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي مشرانو په ملتيا په دغه ولايت کې هغه څلور کلنه کورنۍ شخړه هواره کړه، چې وخت ناوخت به يې يو بل ته ستونزې جوړولې او د خپلمنځي تاوترېخوالي له امله يې سره جلا شوي وو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu