پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

taqi2_admin
Wed, Jul 01 2026 9:37 AM
پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د سرحدونو، قومونواو قبایلو چارو ریاست د استازو او د دغه ولايت د قومونو دستونزو د حل اوفصل کمېټې په هلو ځلو پای ته ورسیده.

هغه مراسم چې په همدي موخه د احمداباد ولسوالي د سدخیلو په سیمه کې جوړشوي وو د بېلابېلو قومونو ګڼ شمیرعلماوو، قومي مشرانو، مخورو او ځوانانوپکي ګډوم درلود. د مراسمو پرمهال مسؤلينو دعفوې کولو او صلحې د اهمیت پر ارزښت د اسلام د مبین دین له نظره ګډونوال وپوهول، يادو مسؤلينو له خلکو وغوښتل، چې د شخړو او بديو پرمهال له زغم او حوصلې کار واخلي.

 په پای کې د جرګه کوونکو مشرانو د پرېکړې له مخې د ښکېلو کورنيو مشران سره غاړه غړۍ شول او تعهدونه ترې واخېستل شول، چې له دې ورورسته به له يو بل سره هېڅ ډول تاوترېخوالی نه تر سره کوي.

د يادو کورنيو استازو هم د اسلامي امارت د مسؤلينو له هڅو مننه وکړه، چې په وينا يې د دوی د لسيزو دښمني يې د خبرو اترو او سولې له لارې حل او فصل کړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu