باميان ولايت کې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د شخړې حل

taqi2_admin
Mon, Jun 15 2026 10:58 AM
باميان ولايت کې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د شخړې حل

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د باميان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د شبر ولسوالي په سیمه کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د ځړځايونو پر سر رامنځته شوې شخړه د ولسوالۍ د مسئولینو، قومي مشرانو او مخورو په همغږۍ حل او فصل کړه او يادو اختلافاتو ته یې د پای ټکی کېښود.

د باميان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمريت مسؤلينو د خپلو خبرو پرمهال دواړه لوري زغم، حوصلې، ورورولۍ او د ښه ګاونډیتوب اصولو ته راوبلل او د مسلمانانو یووالی يې د سولې او ثبات د ټینګښت تر ټولو غوره لار وبلله.

په پای کې د جرګې غړو د قضیې د بېلابېلو اړخونو په پام کې نیولو او د دواړو لوريو د نظریاتو او غوښتنو تر اورېدو وروسته د هغوی په خوښه او رضایت پرېکړه وکړه، چې د دواړو خواوو له لوري ومنل شوه، موجوده اختلافات پای ته ورسېدل او د یووالي او ورورولي فضا رامنځته شوه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu