لغمان کې د ۱۶ کلنې شخړې حل

taqi_admin
Wed, Apr 15 2026 2:52 PM
لغمان کې د ۱۶ کلنې شخړې حل

يکشنبه ۲۵ شوال المکرم  ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د ولايتي ادارې په همکاري او د قومي مشرانو، د يني عالمانو په هڅو د دغه ولايت په دولت شاه ولسوالي کې د ۱۶ کلونو په دوام يوه اوږدمهاله شخړه حل او فصل کړه.

په دغه رامنځته شوې شخړه کې له يوه لوري څخه يوتن وژل شوی و او د ګڼو مالي تاوانونو ترڅنګ يې په ويره او ډار سره ژوند تېراوه، چې د اسلامي امارت مسؤلينو پکې د خير په فیصلې کولو سره هغوی نوي د خوښي ژوند ته راوګرځول.

د روغې جوړې په مراسمو کې د لغمان مرستیال والي د يادې دښمنۍ د پای ته رسېدو پر مهال ګډون والو ته وويل، چې د لغمان ټول مسؤلين او په خاصه توګه دسرحدونوقومونواوقبایلوچارآمریت استازي هڅه کوی تر څو په مرکز او ولسوالیو کې دولسونو ترمنځ شته شخړې حل او فصل کړي نومړي په دې برخه کې له عامو خلکو څخه د همکاري غوښتنه هم وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu