هرات کې د ۵ کلنې شخړه ترڅنګ بغلان کې هم شخړه حل شوه

taqi2_admin
Mon, Mar 30 2026 11:03 AM
هرات کې د ۵ کلنې شخړه ترڅنګ بغلان کې هم شخړه حل شوه

دوشنبه ۱۲ شوال المکرم ۱۴۴۷ د هرات ولايت د پنځمې حوزې اړوند سيمه کې د دوو پلرنيو کورنيو ترمنځ د ځينو خپل منځي کورني جنجالونو له کبله راپورته شوې شخړه، چې نېږدې پنځه کاله يې دوام درلود.د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ولايتي ادارې په همکاري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او سيمه ييزو خلکو په همغږۍ يوه جرګه را وبلله او دغه پنځه کلنې شخړې ته يې د ښکېلو کورنيو په رضايت د پای ټکی کېښود.

په ورته مهال د بغلان ولايت په مرکز کې هم د دريو مختلفو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر راپوره شوې شخړه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او سيمه ييزو مشرانو په واسيطه حل شوه. دې شخړې د يادو کورنيو ترمنځ اوږده جنجالونه او اندېښنې ايجاد کړې وې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu