کنړ کې د ۳۵ کلنې شخړې سر بېره بلخ کې هم مسؤلينو ۸ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښود

taqi2_admin
Mon, Jan 12 2026 11:24 AM
کنړ کې د ۳۵ کلنې شخړې سر بېره بلخ کې هم مسؤلينو ۸ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښود  يکشنبه ۲۱ رجب المرجب ۱۴۴۷  د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په ملتيا د دغه ولايت يه آسمار ولسوالي کې د يوې ۳۵ کلنې دښمۍ اوږدمهاله لانجې ختمې کړې او ښکېل لوري يې سولې ته راوبلل.   ياده دښمني، چې د ځمکو د ملکيت پر سر را پورته شوې وه دواړو خواوو ته يې د ګڼو مالي زيانونو ترڅنګ لويې خپلمنځي ستونزې هم پېښې کړې وې، چې د مسؤلينو د منځګړيتوب پر اساس په دوستي او ورورولي بدله شوه

 

يکشنبه ۲۱ رجب المرجب ۱۴۴۷

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په ملتيا د دغه ولايت يه آسمار ولسوالي کې د يوې ۳۵ کلنې دښمۍ اوږدمهاله لانجې ختمې کړې او ښکېل لوري يې سولې ته راوبلل.

 ياده دښمني، چې د ځمکو د ملکيت پر سر را پورته شوې وه دواړو خواوو ته يې د ګڼو مالي زيانونو ترڅنګ لويې خپلمنځي ستونزې هم پېښې کړې وې، چې د مسؤلينو د منځګړيتوب پر اساس په دوستي او ورورولي بدله شوه.

همداراز د بلخ ولايت په دولت آباد ولسوالي کې هم د ځکمې د ملکيت له امله راپورته شوې شخړه، چې ۸ کاله پخوا رامنځته شوې وه تېره ورځ د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو په هڅو او د قومي سپين ږيرو په ملتيا حل او د يوې عادلانه فيصلې په ترڅ کې حق حقدار ته وسپارل شو

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu