د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا په ټول هيواد کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې لاهم دوام لري

taqi2_admin
Wed, Oct 29 2025 11:21 AM
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا په ټول هيواد کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې لاهم دوام لري

 

پنجشنبه ۳۰ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د ياد وزارت له خوا د هيواد په ټولو ولايتونو کې د دوهمو واحدونو په مرسته ولسواليو کې د ولسي خلکو سره د ستونزو او رېدو په مناسبت دا اونۍ د غزني ولايت په واغظ، د فارياب په ګرزيوان، د باميان په ورس او د کنړ ولايت په وټه پور او منورې ولسوالي کې له عامو خلکو سره پراخې ولسي غونډې ترسره شوې.

د غونډو پر مهال مسؤلينو ولسي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د هرې وړې او لويې ستونزې د حل لپاره يې پرله ‌پسې هڅې کوي او دا کار خپل شرعي، اسلامي او ملي دنده بولي. يادو مسؤلينو همداراز د شيخ صيب اميرالمؤمنين حفظه ‌الله هغه فرمان ولوست، چې موخه يې د سيمه‌ ييزو ناسمو دودونو او رواجونو مخنيوی او د اسلامي ارزښتونو پياوړتيا ده. هغوی پر خلکو غږ وکړ، چې د ياد فرمان په پلي کولو کې خپل ايماني مسؤليت ادا کړي او د ټولنې د ناسمو رواجونو په لمنځه وړلو کې همکاري وکړي. 

قومي مشرانو د غونډې پر مهال په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې د ا.ا.ا په راتګ سره په هيواد کې د امنيت، ثبات او ولسي يووالي فضا پياوړې شوې ده. هغوی په دغه برخه کې د مسؤلينو هڅې وستايلې او ويې ويل، د خلکو ستونزو ته د رسېدو او خدمتونو د ښه کېدو لپاره روان کارونه د ستاينې وړ دي. قومي مشرانو له حکومت وغوښتل، چې دا لړۍ همداسې دوامداره وساتي څو ولسونه د سوکاله او باعزته ژوند شاهدان واوسي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu