ارزګان کې ۱۳ کلنه او بلخ کې يو کلنه شخړه هواره شوه

taqi2_admin
Sun, Sep 21 2025 10:43 AM
ارزګان کې ۱۳ کلنه او بلخ کې يو کلنه شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۲۸ ربیع‌الاول ۱۴۴۷

په ارزګان ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د مېرمنو پر سر راپورته شوې ۱۳ کلنه شخړه، چې دواړو غاړو ته يې ګڼې کورنۍ ستونزې را ولاړې کړې وې، د مسؤلينو په منځګړيتوب حل شوه او ښکېلو طرفونو له خپل منځي اختلافاتو لاس واخېست.

 د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر په مشري د قومي مشرانو اوعلماوو په هڅو د څو ناستو په ترڅ کې د دغې کورنۍ ستونزې عوامل وپلټل شول، واکونه ترې واخېستل شول او ترمنځ يې د يوې عادلاته پرېکړې په اساس فيصله وشوه، چې د ټولو د خوښي لامل وګرځېده او دغه ۱۳ کلنه شخړه يې پای ته ورسوله.

همداراز د بلخ ولايت په مزارشريف ښار کې هم د څو کورنيو ترمنځ د خپل منځي تاوتريخوالي له کبله راپورته شوې يو کلنه شخړه، د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو له لوري په داسې شکل هواره شوه، چې مرورو کورنيو يو بل وبښل او د پخلاينې لاسونه يې سره ورکړل.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu