په ولسواليو کې له خلکو سره د ولسي همغږۍ، يووالي او ستونزو او رېدو غونډې

taqi2_admin
Sat, Sep 20 2025 11:15 AM
په ولسواليو کې له خلکو سره د ولسي همغږۍ، يووالي او ستونزو او رېدو غونډې

 

پنجشنبه ۲۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په لارښوونه د ولسواليو په کچه د اسلامي اخوت ترسرليک لاندې پيل شويو غونډو په ترڅ کې دا ځل د کندز په خان آباد، هرات په پشتون زرغون، تخار په کلفګان، فارياب په بندر او ننګرهار په کوټ ولسوالي کې پراخه ولسي غونډې ترسره شوې.

د دغو غونډو پرمهال د اسلامي امارت مسؤلينو او اړوندو رياستونو استازو په خپلو ويناوو کې ولسي خلکو، قومي مشرانو او د غونډو ګډونوالو ته د اسلامي شريعت په رڼا کې د خلکو حقوق بيان کړل، د هغوی ترمنځ يې د يووالي او همغږۍ پرټنګښت ټينګار وکړ او له ولسونو يې وغوښتل، چې د همدې جلسو له لارې خپلې سيمه ېېزې ستونزې له مسؤلينو سره مخامخ شريکې کړې.

يادو مسؤلينو همداراز د اميرالمؤمنين حفظه الله وروستي فرمانونه خلکو ته تشريح کړل او د هغو د عملي کولو سپارښتنې يې وکړې، چې عامو خلکو يې د تود هرکلي ترڅنګ ژمنه وکړه او ويې ويل، چې د دغو فرمانونو په عملي کولو کې به هېڅ ځنډ ونه کړي. دوي همدارنګه د اسلامي امارت ترڅنګ درېدل خپل مسؤليت ياد کړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu