په عبدالرحمان بابا عالي لېسه کې له زده کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیستل شوه

taqi2_admin
Tue, Sep 16 2025 3:42 PM
په عبدالرحمان بابا عالي لېسه کې له زده کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیستل شوه

 

سه شنبه  ۲۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۷
نن مخکې له غرمې په پلازمېنه کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند په رحمان بابا عالي لېسه کې د یادې لېسې د آمر او ښوونکو له لوري د سیرت النبي ازموینه واخیستل شوه. 

په دغه ازموینه کې شاوخوا ۳۰۰ تنو زده کوونکو ګډون کړی وو، چې موخه یې د نبي کریم ﷺ له صورت او سیرت سره د زده کوونکو بلدتیا، په محمدي اخلاقو  او نېکو نبوي خویونو د زده کوونکو سمبالول وو او د میلاد نبي ﷺ د ورځې یادول و. 

د یادې ازموینې پرمهال د رحمان بابا عالي لېسې آمر مولوي سمیع الله حقاني زده کوونکو ته په نبوي او قراني اخلاقو د ځانونو سمبالولو ترغیب او تشویق ورکړ او زیاته یې کړه: څوک چې د نبي کریم ﷺ په نقش قدم باندې پښې کېږدي، هيڅکله به ناکام نه شي. نوموړي ژمنه وکړه چې په ازموینه کې د لوړو نمرو اخیستونکو زده کوونکو ته به مالي او معنوي ډالۍ ورکوې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu